نن په مسکو کې د افغانستان د امنيت په اړه غونډه کېږي، خو افغان چارواکي پکې ګډون نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۵۹ مرغومی ۷) الماس خدرخیل
د روسيې چارواکي وايي، چې هېواد يې د افغانستان په اړه د يوه کنفرانس کوربه توب کوي.
ټاکل شوې ده، چې دغه غونډه نن د روسيې، چين او پاکستان د استازو په ګډون په مسکو کې جوړه شي.
دغه غونډه کې د پاکستان، چین او روسیې د بهرنیو چارو استازي ګډون کوي، چې په غونډه کې به ددغو هیوادونو پولو ته څیرمه د وسله والو د ځای په ځای کېدو په اړه راولاړو شویو اندیښنو او د افغانستان د امنيت او روانو چارو په هکله بحث وشي.
پداسې حال کې چې د مسکو په نننۍ جوړېدونکې غونډه کې هيڅ يو افغان استازی ګډون نه لري، خو د غونډې ایجنډا ټوله د افغانستان په چارو راڅرخي.
افغان چارواکو د افغانستان په اړه د افغانستان له استازو پرته دغه جوړېدونکې غونډه د انېښنې وړ بللې.
په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند احمد شکيب مستغني ازادۍ راډيو ته وويل: “د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د دې غونډې په هدف کې شته ابهام او په دې برخه کې د افغانستان سره د همغږۍ نشتوالی، د اندېښنې وړ بولي او له اړوند لورو توضیحات غواړي.”
ويل کېږي، چې د روسيې، چین او پاکستان په دې درې اړخېزه غونډه کې به د افغانستان په اوسني وضعیت او امنيت په اړه بحث وشي، چې په راتلونکي کې به په دغو غونډو کې ایران هم شامل شي.



