د افغانستان د برېښنا شرکت پر یو لړ دولتي چارواکو برېښنا قطع کړې ده

کابل ټکی کام ۲۹میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
د افغانستان د برېښنا شرکت د رسنیو پر وړاندې اعلان کړی دی چې د یو شمېر زور واکانو برېښنا یې قطع کړې ده.
شرکت په ډاګه کړې ده چې د ولسمشرۍ پخواني کاندید ګل آغا شېرزي او د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار برېښنا یې قطع کړې ده.
شرکت زیاتوي، تر څو چې ټول هغه کسان چې د برېښنا پور یې ندی اداء کړی، برېښنا به یې قطع وي.
د برېښنا شرکت رئیس میرویس عالمي وویل، دا کار یې د ولسمشر د فرمان مطابق کړی دی.
رئیس وايي، په سلګونو خلکو زمونږ پور ندی اداء کړی چې سر له سبا به یې د برېښنا تارونه غوڅ کړو او همدا لړۍ به نورو ولایتنو ته هم وغزیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button