ولسي جرګې یو ځل بیا د ولسمشر درې تقنیني فرمانونه رد کړل

کابل ټکی کام ۲۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
ولسي جرګې د ولسمشر هغه درې فرمانونه د ۷۹یمې مادې خلاف وبلل چې د ګمرکونو پر عوایدو، د مالیې او د حق العبور په قانون کې د تعدیلونو په اړه صادر کړي وو.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسون مرستیال عظیم محسنیي په خپله وینا کې د ولمسشر فرمانونه د ۷۹یمې مادې خلاف وبلل او د غونډې له ګډونوالو څخه یې په وړاندې د تصمیم نیولو غوښتنه وکړه.
همدا راز د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسون غړي صادقي زاده نیلي هم د خپل کمیسون په استازیتوب د غونډې له ګډونوالو څخه د رد کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ولسي جرګې مخکې هم د ولسمشر د مبایل کریډټ کارتونو په اړه صادر کړی فرمان چې لس سلنه مالیه به له اخېستونکو څخه اخیستل کیږي، رد کړې وه.



