طالبانو د بریښنا شرکتونو سره د همکارۍ په موخه خپل ادرس اعلان کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د بریښنا ازادو شرکتونو او قراردادیانو د ستونزو د حل په موخه خپل ادرس اعلان کړ.

طالبانو ویلي، چې ددوی تر کنترول لاندې سیمو کې د بریښنا ازاد شرکتونه، د بریښنا رسولو قراردادیان، سیمه ییز خلک او نور غیر دولتي جهتونو ته د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري، نو دوی کولی شي له لاندې ادرسونو له لارې له طالبانو سره اړیکه ونیسي تر څو په خپل وخت یې مشکل شي.

د ارزښت له مخې د طالبانو اعلامیه کټ مټ خپروو:

د بریښنا دکارونکو اوشرکتونو د توجه وړ!

27-12-2016

داچې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د بريښنا د رسولو کارونه روان دي، پايې درول کیږي، مزي يې غزول کیږي اودخرابۍ په صورت کي یې ترمیم ته ضرورت پیداکیږي، دا ډول کارونه په هغو سیمو کې هم ترسره کیږي چې د اسلامي امارت  دمجاهدینو تر ولکې او کنترول لاندې دي، نو طبعا دبريښنا اړوند کارونو د پرمختګ په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو مرستې او همکارۍ ته اړتیا پيښېږي.

د بريښنا آزاد شرکتونه، د بريښنا رسولو د کارونو قراردادیان، سیميز خلک او نور اړوند غیر دولتي جهتونه کولای شي د لاندې ایمیل آدرس او تیلفون شمیرو په وسیله  خپله ستونزه د اسلامي امارت د بريښنا د څانګې له مسئولینو سره شریکه کړي، له هغو څخه مرسته وغواړي ترڅو په خپل وخت همکاري ورسره وشي.

ایمیل آدرس : barishnacomisson@gmail.com

تلیفون شمیرې:

0705557038

0794361452

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button