د سورة البقرې فضیلتونه
لیکنه: حسین احمد قطب
سورت البقره مدنی سورت ده ٬دوه سوه شپږ اتیا (۲۸۶)ایاتونه ٬شپږزره دوه سوه یو ویشت (۶۲۲۱) کلیمی او د پنځه ویشت زره پنځه سوه (۲۵۵۰۰) حروفو لرونکی دی (تفسیر ابن کثیر)
دا سورت د قران کریم د سورتونو د ترتیب په لحاظ دوهم او د نزول په لحاظ سره اووه اتیا ام (۸۷) سورت دی د دغه سورت فضایل ډیر زیات دی چی ځینی یې په لاندې ډول دی
(۱) سورة البقره سنام القران ده:
سنام د اوښ کوب ته وایي (د اوښ د بدن تر ټولو لوړه برخه) دا سورت هم همداسی د لوړ او اوچت مقام خاوند دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:لکل شیء سناما و إن سنام القرأن البقرة (ترمذی باب فضایل القران)
ترجمه:د هر څه لپاره یو اوچتوالی وی او د قران اوچتوالی سورة البقره ده او همدارنګه له سهیل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:د هر شي لپاره یو اوچتوالی وی د قران اوچتوالی سورة البقره ده څوک چی دا سورت د شپی ولولی دری (۳) شپې به هغه کور ته شیطان نشی داخلیدئ او څوک یی چی د سهار ولولي نو دری ورځې به هغه کورته شیطان داخل نشی
(۲) کوم کور کې چې سورة البقره لوستل کیږی هغه کورته شیطان نشي داخیلیدئ :
ﻻﺗﺠﻌﻠﻮا ﺑﻴﻮتکم ﻗﺒﻮرا ﻓﺎن البیت الذی تقرأ فیه سورة البقرة لا یدخله الشیطان (مسند احمد٬مسلم٬ترمذی او السنایی)
ترجمه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي له خپلو کورونو قبرونه مه جوړوئ په کوم کور کې چې سورة البقره ولوستل شی هغه ته شیطان نه شي داخیلیدئ
مسلم شریف د ابوهریرة رضی الله عنه په حواله یو حدیث راوړی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:له خپلو کورونو قبرونه مه جوړوئ په کوم کور کې چې سورة البقره ولوستل شی له هغه کوره شیطان “تښتي”
(۳) سورة البقره د خپل اهل لپاره شفاعت کونکي ده:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: قران لولئ ځکه دا به د قیامت په روځ خپل اهل لره (هغه څوک چی دا سورت یی لولي او عمل یي پرې کوي) شفاعت کوي٬ همدارنګه فرمايی: زهراین (سورة البقره او العمران) لولئ ځکه دا به د قیامت په ورځ په داسی ډول راځی ته به وایی چی دا خو د نوراني وریځو دوه ټوټې او یا دوه چتره دی او یا به وایی چی دا خو د وزر خلاصو (خلاص وزره)مرغانو ږله (ټولۍ) ده هغه وخت به دا سورتونه له خپل اهل (لوستونکو)څخه دفاع کوی او د هغوی په سر به سیوری جوړوی (مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح٬ و صحیح المسلم)
(۴) د سورة البقرې لوستل برکت او پریښودل یې حسرت دی:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:اقرأوا سورة البقره فان اخذها برکة او ترکها حسرة ولا تستطیها البطلة (صحیح المسلم)
سورة البقره لولئ د دې لوستل برکت او پریښودل یی حسرت دی او د دې طاقت باطل کیدونکی نده یعنی د دې په لوستونکی باندی ساحران سحر نشی کولی او یا دا چی ساحران دا سورت هیڅ نشی حفظ کولی
(۵) د سورة البقری په وجه کوچنی ماشوم د لښکر مشر وټاکل شو:
یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځای ته لښکر لیږه چی د هغه مشري یی یو داسی چاته ورکړه چی هغه د سورة البقری حافظ وه او په ټولو کی د کم عمر خاوند وه(مسند احمد)
(۶) د سورة البقرې د هر ایت سره اتیا زره پرښتې را کوزې شوي:
له حضرت معقل بن یسار څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:سورة البقره د قرانکریم کوب او اوچتوالی ده ځکه خو د دغه سورت له هر یوه ایت سره اتیا زره پریښتي راښکته کیدې٬ایة الکرسی د عرش د لاندې نه نازله شوې ده او بیا له دغه سورت سره یو ځای شوې ده٬ او سورة الیاسین د قران زړه ده څوک چی دا د الله د رضا او د اخرت لپاره ولولي نو الله به ورته بښه وکړی پس دا خپلو مړو ته لولئ (امام احمد ۲۶/۵)
نوټ: د (هذا بیان للناس) لړۍ ان شاءالله دوام لري نو له تاسو محترمو هیله کیږي چی تعقیب یی کړئ


















