مسکو غونډه: د ځینو طالب مشرانو نومونه دې د بنديزونو له نوملړ څخه وويستل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ ۸) الماس خدرخیل
تېره ورځ د روسيې په پلازمينه مسکو کې د افغانستان د امنيت او سولې په اړه د درې هېوادونو پاکستان، چين او روسيې تر منځ ګډه غونډه جوړه شوه.
په ناسته کې د درې واړو هېوادونو استازو ویلي، چې د سولې راتللو په موخه دې د بنديزونو له نوملړ څخه د ځينو طالب مشرانو نومونه وويستل شي.
د غونډې شريکو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش ډله مخ پر زیاتیدو روانه ده.
د روسيې، چين، پاکستان ګډې غونډې ته افغانستان نه دی بلل شوی، ځکه افغان چارواکو پر يادې غونډې نيوکې او اعتراضونه وکړل، خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې راتلونکې غونډو کې به افغانستان هم برخه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: ” دریواړو هېوادونو د افغانستان د امنیتي حالت په اړه، چې مخ پر ترینګلتیا دی، خبرې وکړې. دغه راز پر یوه داسې چوکاټ هوکړه وشوه، چې د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته د لارې هوارولو لپاره د طالبانو د ځینو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه وایستل شي. ”
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان طالبانو مشر ملاهيبة الله اخندزاده د ملګرو ملتونو په تور ليست کې شامل کړي.
د کابل او واشنګټن چارواکي وايي، چې روسيه هڅه کوي ترڅو له طالبانو سره اړيکې پياوړې کړي.
تر دې دمه وسلوالو طالبانو د افغان سولې په اړه د چين پاکستان او روسيې د دغه جوړې شوې غونډې په اړه څه نه دي ويلي.



