د روسیې د استخباراتو پخوانی جنرال پخپل موټر کې مړ موندل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی
د روسیې د استخباراتو پخوانی جنرال «اولیګ ایرووینکین» په خپل موټر کې مړ موند ل شوی دی.
د روسیې سپوتونیک په حواله ویل شوي، چې اولیګ د روسیې د استخباراتو پخوانی جنرال او ولادیمیر پوتن ته نږدې کس و، چې مړینې یې روسیه له حیرانتیا سره مخ کړې ده.
اولیګ ایرو وینکین د روسیې د استخبارتو کې د جنرالۍ دنده درلوده چې له تقاعد وروسته یې سودا ګرۍ ته مخه کړه او د روسیې یو شتمن سودا ګر و، چې د روسیې د انرژۍ د شرکت «روسي نفت» د رئيس ایګور سیچین لومړنی مرستیال او د اعتماد وړ کس بلل کیدو.
روسیه په نږدې لسو ورځو کې د یو لړ لویو مرګونو پيښو سره مخ شوه، چې لومړی یې سفیر په ترکیه کې ووژل شو او له هغه څو ساعته وروسته یې یو بل دیپلومات په مسکو کې په خپل کور کې مړ وموندل شو.
ددې پیښې نه لنډه موده وروسته د روسیې پوځي الوتکه، چې سوریې ته روانه وه په توره بحیره کې راوغورځیده. پدې پيښه کې ۹۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
روسي مطبوعاتو ویلي، چې د وژل شوي پخواني استخباراتي جنرال او اوسني سوداګر مرموزې وژنې په روسیه کې ډول ډول پوښتنې راپیدا کړي دي.
د یادونې وړده چې څو ورځې وړاندې د ناټو سرمفتش ایز چانډيلون په خپل موټر کې مړ موندل شوی و، ځايي سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي وو، چې نوموړي په خپل موټر کې ځانوژنه کړې ده.



