(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) الماس خدرخیل
د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز وسله وال بريدونه کړي دي.
د طالبانو له لوري رسنيو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو بېګا ناوخته ۱۱ بجې د يادې ولسوالۍ اړوند د کنج اباد په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د سپکو او د رنو وسلو ډله ييز وسلوال بريدونه پیل کړل، چې تر سهار پنځو بجو پورې دوام وکړ.
په پايله کې درې پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي او پکې د قومندان سپين ګل په شمول ۲ تنه نور عسکر وژل شوي دي.
طالبان وايي د وژل شويو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.
د دوی په وينا د کنډک قومندان عبدالاحد په شمول څلور تنه نور عسکر سخت ټپيان شوي هم دي.
طالبان وايي په ياده جګړه کې يې له امنيتي پوستو سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د فراه ولایتي شورا یوه غړي وویل، چې د بالابلوک ولسوالۍ د فراه ردو سیمه چې د هرات ـ کندهار په لویه لاره پرته پراخه سیمه ده د دولت له کنتروله وتلې او د طالبانو لاسته ورغلې ده.

















