(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) الماس خدرخیل
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې امريکا په سوريه کې له داعش او نورو وسلوالو ډلو ملاتړ او مرسته ورسره کوي.
هغه دا څرګندونې تېره ورځ په انقره کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې امريکا په سيمه کې د کردانو له خلق ګوند، د ديموکراتيک اتحاد حزب او له داعش ډلې څخه ملاتړ او دوی ته وسلې ورکوي.
نوموړي زياته کړه، شواهد لري چې لویدیځ هېوادونه د دې پرځای چې له ترکيې سره ودرېږي له داعشه ملاتړ کوي.
هغه وويل، چې ترکیه چمتو ده چې خپله دا ادعا په مستندو ویډیوګانو او تصویرونو ثابته کړي.
ښاغلی اردوغان وايي، د ترکیې ځواکونه پیاوړي دي او اجازه به ور نه کړي چې داعش ډله ددوی سرحدونو ته د ننه شي.
بل پلو د امريکا متحده ايالاتو د نوموړي دا خبرې چې (امريکا په سوريه کې د وسلوالو ملاتړ کوي) د خندا وړ بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د خندا وړ او بې اساسه بللي دي.

















