ترکيي ځواکونو د افغانانو په شمول ۲۰ تنه کډوال نيولي چې يونان ته اوښتل

(کابل ټکی کام ک۱۳۹۵ مرغومی ۹) الماس خدرخیل

د ورکړل شويو راپورونو له مخې د ترکيې د جاندارما ځواکونو د دغه هېواد د چناک کلا په ولايت کې ۲۰ تنه کډوال نيولي دي.

يادو کډوالو غوښتل چې د سمندر له لارې په کښتيو کې يونان ته واوړي چې د ترکي ځواکونو له خوا ونيول شول.

د راپور پر بنسټ دغه ناقانونه کډوال دي، چې زياتره يې افغانان دي، هغه مهال ونيول شول چې غوښتل يې په يوه وړه کښتۍ کې د سمندر له لارې يونان ته واوړي.

یاد کډوال اوس مهال د ايوه جک په ولسوالۍ کې تر څېړنې لاندې دي.

چارواکي وايي، چې په کډوالو کې افغانان او سوري وګړي دي، چې افغانان به خپل هېواد او سوري کډوال به کمپونو ته ولېږي.

د يادونې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم په ترکيه کې د افغان کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه او پنځه تنه غير قانوني افغان کډوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button