جوزجان ولایت کې د قومندان په شمول ۳۰تنه محلي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

(کابل ټکی کام ک۱۳۹۵ مرغومی ۹) الماس خدرخیل
د جوزجان ولایت مرکز شبرغان اړوند سیمه کې د قومندان طاهر په شمول ۳۰تنه محلي پولیس وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
ذبیح الله مجاهد په يوه خبر کې ویلي، چې دشبرغان اړوند د شیرخیل کلي اوسیدونکی او د محلي پولیسو قومندان طاهر له خپلو ۳۰ پولیسو سره یو ځای له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
طالب ویندوی وايي، چې قومندان طاهر د طالبانو په دعوت او د حقایقو په درک کولو سره له خپلو ټولو پولیسو او نظامي مهاتو سره ددوی لیکو ته ورغلی او د کابل ادارې له ملاتړ څخه لاس په سر شوی دی.
ویاند وايي، چې قومندانطاهر له ځانه سره «یو عراده موټر، ۸ موټرسائکل، یو میل هاوان، ۱ میل هشتادو دو، ۱ میل دهشکه، ۲ قبضې راکټ لانچر، ۴ میله پيکا ماشیندار، ۲۱ میله کلاشینکوف، یوموټر مهمات او نظامي توکي او نور لوازم راوړل او مجاهدینو ته يې وسپارل.»
طالب ویاند زیاتوي، چې د قومندان طاهر په کسانو کې ۲۴ تنه اربکیان او ۶ تنه سرحدي پولیس شامل دي، چې ټولو وسلې وسپارلې او خپل عادي او آبرومندانه ژوند ته را وګرځيدل.
دوی وايي ، چې طالبانو د یاد قومندان د راتګ هرکلی وکړ، د هر راز همکارۍ او په اطمنان سره د ژوند کولو ډاډ يې ورکړ.
د نوموړي په وینا قومندان طاهر په خپلوتیرو کارونو پښیمانتیا څرګنده کړه او له طالبانو یې مننه وکړه، چې دوی ته یې د سوکاله او ارام ژوند زمینه برابره کړه.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان ملي پوليس، سرحديان او اربکي قومندانان د هېواد په بېلو بيلو سيمو کې له وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي.
تر دې دمه طالبانو سره د يو ځای شويو پوليسو په اړه حکومتي چارواکو څرګندونې نه دي کړي.



