پاکستان د کندز ښار بې وزلو ته غنم استوي
کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د کندز خلک چې یوه میاشت مسلسل ډېر وکړېدل، اوس تر خوراکي توکو د اخېستلو توان نلري، په همدې اساس د پاکستان لمړي وزیر نواز شریف د دغه هېواد خارجه وزارت ته یې فرمان استولی دی چې تر څو د کندز ښار خلکو ته غنم واستوي.
په کندز کې د طالبانو او د دولتي ځواکونو تر منځ جګړو د دغه ښار اوسېدونکو ته مالي او ځاني تلفات واړول.
د پاکستان د لمړي وزیر د دفتر د بیانیې له مخې چې د افغانستان کندز ښار ته د غنمو استول کېدل، د دغه هېواد د ښه نیت د ښودلو په اساس دی.
د یادونې وړ ده چې په روان میلادي کال کې د پاکستان زیات محصولات د غنمو دي، د دغه هېواد حکومت پلان لري چې یو اعشاریه دوه میلیونه ټنه غنم خارج ته ولېږدوي.



