طالب جنګیالیو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ برید کړی دی

کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
د هلمند ولایت له ګرشک ولسوالۍ څخه زمونز همکار خبر راکوي چې تېره شپه طالب جنګیالیو په یاده ولسوالۍ برید وکړ او افغان عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله، او لا هم جګړه په شدت سره روانه ده.
امنیتي سرچینو تأیید کړې ده چې د طالب جنګیالیو له لورې تراوسه پورې څو پوستې نیول شوي دي او که چیرې له دوی سره مرسته ونشي، نو لرې نه ده چې دغه ولسوالۍ دې هم سقوط وکړي.



