(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۱۱) الماس خدرخېل
د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت مرکز اړوند شپږ کيلو متره نږدې سيمه کې په يوه پوسته د وسلوالو طالبانو له لوري بريد ترسره شو، چې افغان ځواکونو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
بل پلو د وسلوالو طالبانو له لوري په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوی ملګرو وړمه شپه په ياده سيمه کې د پوليسو پر پوستو د سپکو او درنو اسلحو بريدونه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټوله جګړه چې دوه ساعتونه يې دوام درلود په پايله کې د قومندان عبدالله په شمول ۱۲ تنه پوليس وژلي چې د وژل شويو جسدونه لا هم د جګړې په سيمه کې پراته دي.
طالبانو ويلي، چې په پوسته کې ګڼ شمير اسلحې او نظامي توکي هم نيولي دي.
پېښه د فراه امنيه قومندان توريالی عابداني تائيدوي او وايي چې په دې بريد کې پنځه تنه پوليس وژل شوي دي.
د تاند ويب پاڼې د راپور له مخې په پېښه کې ۹ تنه پوليس او دوه تنه ملکيان وژل شوي، خو د ملکيانو د وژلو په تړاو نورو رسنيو او خپله طالبانو څه نه دي ويلي.
















