طالبانو د «مبارک فتوحات» په نوم نوی ویډيو یي فلم نشر کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱)زرغون خوږیاڼی

وسله والو طالبانو د خپلو سرتیرو بریدګرو د یوه ټولي په ښوولو سره سره د خپلو فتحه شویو سیمو ویډيويي فلم د «مبارک فتوتحات» په نوم نشر ته سپارلی دی.

طالبانو ویلي، چې «د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه دالهجرة اسلامي نشراتي ادارې له لوري دمبارک فتوحات په نوم اصدار نشر ته وسپارل شو.»

طالبانو لیکلي،«اصدار خپل کتونکي شپاړس کاله مخکې بيايې او هغه حالت ورپه زړه کوي چې صليبي اشغالګرو تازه په ګران هيواد يرغل کړی و ، او بيا اوسني انتصارات او فتوحات ورته وړاندې کوي ، او دې ته يې دعوتوي چې په دې ستر نعمت د رب العالمين حمد وويل شي او شکر يې ادا شي .»

په ويډيو کې د طالبانو د سرتیرو بریدګرو لخوا پیغامونه هم ویل شوي دي.

new-talib2

ویډیو کې طالبان په مفتوحه سیمو کې خوښي څرګندوي او الله جل جلاله ته د شکر ویستلو په پار سجدې کوي، چې ځینې نیول شوې شوبلې هم ورسره ښکاريږي.

همدارنګه طالبانو د اوباما هغه وینا، چې « امریکا هیڅکله نه شي کولی طالبانو ته ماتې ورکړي» هم په څو څو ځل نشر کوي او بیا د خپلو فتوحاتو سیمې ښيئ او شکر باسي.

په دې فلم کې د دوستم لخوا د قلعه جنګي په زرګونو مسلمانانو وژل، په زندانونو کې د امریکایانو او افغان پوځ لخوا له بندیانو سره مظالم هم ښودل شوي دي.

په نشر شوې ویډیویي فلم کې طالبانو په فراه ، کندز، تخار، ارزګان،بدخشان، هلمند، پکتیا، سرپل ، فاریاب او لغمان ولایتونو کې د ځینو فتوحاتو لنډې صحنې ثبت کړي دي او دا یې د الله ج نصرت او مدد ګڼلی دی، دوی د حکومتي او بهرني عسکرو څخه په جګړو کې نیول شوې نظامي وسائل لکه شوبلې، رینجر موټرې او نورې ډول ډول اسلحې هم ښودلي دي.

د ویډيو صحنو سره د فقیر محمد دروېش په اواز ترانی ویل شوي او هم پکې د غزواتواړوند احادیث وړندې شوي دي.

په ويډيو کې د طالبانو د سرتیرو بریدګرو لخوا پیغامونه ویل شوي دي چې یو وسله وال طالب سرتیری وايي، « کوم ملګري چې په مطبوعاتي ډګر کې خدمت کوي او مسلمانان جهاد ته هڅوي، د منافقینو شکوکو او شبهاتو ته ځواب وايي، د جهاد او مجاهدینو دفاع کوي، مسلمانانو او نړیوالو ته د مجاهدینو غږ رسوي، دوی د اسلام او جهاد په عظیم سنګر کې ناست دي، دا کار د جهاد في سبیل الله یوه مهمه برخه ده او کارکوونکي یې د مجاهدینو سره په اجر کې پوره پوره شریک دي.»

new-talib4

دویډیو په پای کې ټولنیزه دعا شوې او د مسلمانانو د اتفاق او او کامیابۍ، د بندیانو د ازادۍ، دمشرانو د حفاظت او د اسلامي دین د نافذولو لپاره یې د الله ج په دربار کې لاسونه لپه کړي دي.

د لاندې لینکونو له لارې یاده ویډيو کتلی شۍ:

new-talib3

http://www.shahamat-video.com/archives/1419

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button