برازيل: د يونان سفير مړی په سوزيدلي موټر کې موندل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) الماس خدرخیل
د يونان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په برازيل کې د دوی سفير مړی په يو سوځيدلي موټر کې موندل شوی دی.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په برازيل کې د دوی سفير له تېرو څلورو ورځو راهيسې لادرکه شوی و، چې تېره ورځ د ریودوژانيرو ښار تر څنګ د نووا ايګواسو په سيمه کې په يو سوځيدلي موټر کې د سفير مړ جسد موندلی دی.
د مړي له موندلو وروسته د يونان د عدلي طب د معاينې له لارې معلومه کړه، چې مړی د يونان د سفير کيراکوس امريديس دی.
بل پلو د يونان ځينو خبري رسنيو ويلي، چې د سفير د وژنې په تور يې د هغه د ميرمنې په ګډون درې تنه نور نيولي دي.
ویل کېږي چې په برازيل کې د يونان سفير د يو پوليس سره نامشروع اړيکې درلودلې، ګمان کېږي چې سفير د همدې پوليس له خوا وژل شوی، چې په تور يې ياد پوليس هم نيول شوی.
لومړنيو تحقيقاتو کې معلومه شوې، چې سفير په خپل کور کې له وژل کېدو وروسته په موټر کې بلې سيمې ته وړل شوی او هلته يې د موټر سره يو ځای سوزولی دی.
د سفير ښځې پوليسو ته ويلي، چې نوموړي تېره دوشنبه ورځ په يوه کرايي موټر کې نامعلوم لوري ته ولاړ او وروسته نادرکه شو.
د يادونې ده، چې د تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د روسيې درې ديپلوماتان په مرموز ډول ووژل شول.
نږدې یوه اوونۍ وړاندې د ناټو سازمان سر مفتش«Yves Chandelon» د بلجیم په انډين ښار کې په خپل موټر کې مړ وموندل شو، په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي وو چې د ناټو سرمفتش ځانوژنه کړې ده او خپل یې ځان په سر ویشتلی دی.



