روسیی ته د بشارالاسد سفر نړیوال استخبارات په حیرت کې اچولي دي

کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د خبري رسنیو د خبر له مخې بشارالاسد د روسیې د سفر تنظیم په دې ډول کړی وو چې نه پرې سي آی اې او نه هم نورې څارګرې ادارې خبرې شوې وې، روسیې تېره ورځ بیا دغه خبر په داسې حال کې په ډاګه کړ چې بشارالاسد بېرته سوریې ته رسیدلی وو.
رسنیو د بشارالاسد په دغه سفر حیرت پدې ښکاره کړی دی چې امریکا او نور متحدین د زیات شمېر څارګرو سپوږمکیو او د جاسوسۍ د مرکزونو به درلودلو سره بیا هم پر نوموړي خبر نشول، تر څو چې روسیې یې ویډیويي رپوټونه خپاره کړل.
امریکا د اسد په دې سفر سخت غبرگون ښودلی، او روسیې د امریکا پر دغه غبرګون خواشيني ښودلې ده.
ولادیمیر پوتین ویلي دي چې سي آی اې یوه پیاوړې استخباراتي سازمان دی، خو په هر څه نشي پوهېدلی.
 کېدای شي پوتین د خپلې خبرې د کړلو لپاره د بشارالاسد سفر ته اشاره وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button