د ننګرهار د ولايتي شورا پر يوه غړي چاودنه شوې

کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د ننګرهار د ولايتي شوری غړی افتخار مومند نن سهار له يوې چاودنې روغ وتلی.

د ننګرهار د والي وياند حضرت حسين مشرقيوال رسنيو ته ويلي دي، چې د مومند پر موټر نن سهار د بهسود ولسوالۍ په شاه برهان اغا سيمه کې د کنړ پر لويه لار چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړې ده، چې په چاودنه کې د نوموړي يو ساتونکی ټپي شوی دی، خو خپله وکيل ته کوم زيان نه دی اوښتی.

ياد وکيل افتخار مومند رسنيو ته  د تلفون له لارې ويلي دي، چې له جلال آباده د ګوشتې پر لور روان و، چې په ياده سيمه کې پرې د سړک د غاړې ماين وچاود.

هغه تاييد کړې ده، چې په چاودنه کې يې موټر ويجاړ شوی او يو ساتونکی يې ټپي دی، خو خپله ده ته کوم زيان نه دی اوښتی.

د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button