سعودي عربستان له پکتیا ولایت سره مرسته کوي

کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د سعودي عربستان د مرستندویه کمېټې مسئولینو د پکتیا له والي نصرت الله ارسلا سره په ناسته کې وویل چې د پکتیا د پوهنې او روغتیا په برخو کې به ورسره یو نیم میلیون ډالر مرسته کوي.
د سعودي عربستان د مرستندویه کمېټې استازي فضل الهادي په ناسته کی وویل چې دغه کمېټې د افغان ولس لپاره د سوېل ختیځ زون ته پنځه میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.
چې په دغه پیسو کې به یو نیم میلیون ډالر د پکتیا د ښځینه نرسانو لپاره پر انسټیټیوټ او د عامې روغتیا ریاست ته د پنځو امبولانسونو په اخېستلو مصرف کړل شي.
فضل الهادي دا هم وویل چې د سعودي عربستان او د حج اوقافو وزارت د تفاهیم لیک له مخې چې دوی به د مسجدونو په جوړولو او بېرته له سره د ترمیم کولو لپاره به هم مرسته کوي.
د پکتیا والي نصرت الله ارسلا د عربستان د مرستندویه کمېټې له مشر څخه مننه وکړه، او په دغه ولایت کې یې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت شکایت هم وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button