پارلمان کې د کابل وکيل قربان علي عرفانی د ايران په قم ښار کې خپل کور کې ساه ورکړه
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی قربان علي عرفاني تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
په پارلمان کې د غزني د خلکو استازي عارف رحماني د نوموړي مړینه تاييد کړې ده او رسنيو ته يې ويلي دي، چې عرفاني د سرطان پر ناروغۍ اخته و او تېره شپه يې د ايران په قم ښار کې په خپل کور کې د ۷۱ کلونو په عمر ساه ورکړې ده.
قربان علي د حزب ملت افغانستان مشري هم پر غاړه لرله او په تېرو ټاکنو کې يې د عبد الله عبد الله د ګوند ملاتړ کاوه.
نوموړی سره له دې چې په ايران کې اوسېده، دوه دورې د پارلمان وکيل پاتې شوی و او اوس هم پر خپله دنده فعال و.
عرفاني د باميان ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ اوسېدوونکی و، د ورپېښې ناروغۍ له امله يې بهرنيو هېوادو ته د تداوۍ په موخه سفرونه وکړل، خو تېره شپه يې په خپل کور کې ساه ورکړه.



