د پاکستان هوايي شرکت له ۲۰۰۵ راهیسې افغان دولت ته مالیه نه ده ورکړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان هوايي شرکت«PIA» له ۲۰۰۵ز کال راهیسې افغان دولت ته مالیه نه ده ورکړې.

پی آی ای د پاکستان د هوايي ملکي چلند الوتکې دي، چې له یوې لسیزي زیات د افغانستان له هوايي لارې استفاده کوي.

راپورونه وايي، چې د پاکستان پي آی ای هوايي چلند ادارې له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغان حکومت ته خپل مالیه نه ده ورکړې او نه یې په دې اړه د افغانستان د هوايي چلند ادارې سره اړیکه نیولې ده.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زي ویلي، افغان حکومت مکلف دی چې د پاکستان د هوايي چلند اداره د پورونو په ورکړې مجبوره کړي او په دې اړه د افغانستان او پاکستان دواړو خواو یو هیئت وټاکل شي او معلومه کړي دغه پورونه څومره دي او څه وخت یې ورکوي.

د عبدالرحیم زي له خبرو جوته کیږي، چې تر اوسه  افغان   حکومت په دې هم نه دی پوه چې د پاکستان د هوايي چلند پی آی ای څخه څومره مالیه واخلي او یا یې مالیه کله ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button