سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

جهاد اوجنګ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 4, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
20
ځلې شریک شوی
248
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

فضل الله مخبت

هرمجاهد بايد د پورتنيو کلماتو په فرق او يو له بل څخه په تفکيک باندې پوه شي ـ اسلامي شريعت د جهاد لپاره يو لړ خاص قواعد او قوانين وضع کړي دي ،چې د دغه قواعدو د نه مراعاتولو په صورت کې  بيا جهاد خپله اصلي بڼه د لاسه ورکوي او د نورو عاميانه او مروجو ،عنعنوي ،قومي او ملي خپلمنځي جګړو شکل غوره کوي او مجاهد هم په دغه وخت کې د يو جنګيالي پرته بل هېڅ امتياز نه لري البته عندالله يعني د الله په نزد

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

دا چې دغه اصول او قواعد څه دي او د جهاد او جنګ تفکيک او فرق په څه کې دى ؟

هيله ده دا سلسله راسره تعقيب کړئ! .

دفي سبيل اللّه جهاد شرائط : د في سبيل الله جهاد څخه مطلب او مقصد يوازې او يوازې په خپل سر د وينو تويول ، وژل ،ورانول او نا آرامي جوړول نه دي ، بلکه دا يوه أصولي مبارزه  ده چې د اسلامي شريعت د سپېڅلو أصولو له مخې د ځانګړو شرائطو له مخې ترتيب او اداره کېږي ، کوم چې د دغه شرائطو په مراعاتولو او د شريعت په لارښوونو باندې د پل اخستلو په صورت کې جهاد کما حقه او څنګه چې شريعت ته مطلوب دى (يعني څنګه چې د شريعت غوښتنه ده) اصلي شرعي جهاد ګرځي کوم چې الله رب العزت يې د مرستې ، نصرت او بريا ذمه اخيستې ده ـ

د دغه د شرائطو په لړ کې تر ټولو لمړني شرط باندې پيل کوو ـ

(1):- لمړى شرط ايمان : دا هغه ځواک دى چې د عصري نړۍ هېڅ أټومي قدرت د هغه د تصميم او ارادې مخه نشي نيولاى ، اللّه جل جلاله په قرآن کريم کې د مٶمنانو په صفت بيانولو کې د هغوى د اعمالو تر مخ هر وخت د ايمان وصف مقدم کړى دى لکه

 و الذين أمنوا وعملوا الصالحات أولئك أصحاب الجنة هم فيها خالدون  (الاية 82 البقرة)

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (الاية 3البقرة)

او ـ ـ ـ ـ

د ايمان د شرط د نه موجوديت په صورت کې هر څومره نيک او لوى اعمال د الله تعالى په دربار کې د منلو وړ نه دي او نسياً منسيا دي

مجاهد تر هر څه د مخه بايد يو سوچه مٶمن وي ، د الله تعالى په وحدانيت ، حشر ، محاسبې او د اعمالو  جزاء ، اللهي قضا او قدر ، ټولو مٶمن به شيانو او غيبي أمورو پوره باور او يقين ولري ؛ دالله تعالى هره فيصله ورته په سر سترګو قبوله  او منظوره وي او ورته تسليم وي، او د اللهي امتحاناتو په مقابل کې د بې  صبرۍ او سرکشۍ څخه کار وانخلي ـ

مجاهد بايد په دې پوره باور او يقين ولري چې هر څه د الله تعالى جل جلاله د ارادې له مخې تر سره کېږي ، او همدغه ذات دى چې د فتحې او ناکامۍ فيصلې کوي ؛ په دې بايد پوره يقين ولري چې ماتې او برى د الله تعالى د تقدير له مخې دي  نه د دښمن د مادي تاثيراتو له مخې ـ

مجاهد بايد په دې باندې هم پوره باور او يقين ولري چې د اللهي قضا او قدر له مخې د هر چا لپاره د مرګ او مړينې يوه معلومه ورځ ټاکل شوې ده چې راتګ يې د يوې لحظې په اندازه نه شاته کېدلاى شي او نه وړاندې کېږي،

او د مرګ دغه ورځ د جهاد په سنګر ، د جنګ په شدت او مشقتونو پورې اړه نه لري

په دې هم بايد پوره باوري وي چې د الله تعالى په وړاندې د هر تکليف او مشقت په اندازه او په څو چنده زيات اجر او پاداش شته دى نو ځکه بايد د جهاد په سپېڅلې لار کې د بل هر ملګري څخه په خير او نېکۍکولو کې  د سبقت هڅې او کوښښونه وکړي تر څو د الله تعالى په وړاندې يې درجې لوړې او د اخرت د سختيو څخه د نجات او د کاميابۍسبب يې شي .

معلومه شوه چې د في سبيل الله جهاد لپاره د ايمان شرط يو لازمي او ضروي شرط دى او د مجاهد لپاره لازمه ده چې د ايمان د لرلو سره سره د ايمان په ټولو مقتضاوو باندې حتى الامکان او په پوره توان سره عمل وکړي.

مګر د في سبيل الله جهاد پرته د نور تعصبي ،عنعنوي او خپل سري جګړو لپاره نه يوازې ايمان لرل او د ايمان په مقتضاوو عمل کول شرط نه دي بلکه اصلاً دا جګړې د مٶمنانو کار نه وي او نه ورسره ښايي او که داسې جګړې د مسلمانانو تر مينځ يا د مسلمانانو له خوا څخه وي بيا هم مردودې او د سختې سزا وړ دي ـ

نور بيا ـ ـ ـ

مخکینې مطلب

د پاکستان هوايي شرکت له ۲۰۰۵ راهیسې افغان دولت ته مالیه نه ده ورکړی

بل مطلب

کوکچه خبري اژانس: داعش ډلې ته له پنجشیره وسلې راځي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com