پا کستان کې د پولیسو په موټر ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان په ډيره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو په یو موټر د سرک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې پکې ۱۹ تنه ژوبل شوي دي.

ځايي پولیسو رویټرز ته ویلي، چې په چاودنه کې ۴ پولیس افسران او ۱۵ نور عام و ګړي ټپیان شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو مشر محمد نواز وايي، چې نن د چهار شنبې په ورځ په قبایلي سیمه ډيره اسماعیل خان ښار کې په پولیسو بمي برید شوی دی.

تر اوسه چا ددې برید مسئولیت نه دی منلی.

د پاکستان د پوځ په دې وروستیو کلونو کې د هیواد په قبايلي سيمو کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي، چې د پوځ په وینا، په سلو کې ۹۰ سلنه سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button