(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی
د فلپین په جنوب مندونا ټاپو کې اسلامي ډلې پر یوه زندان حمله کړی او خپل ۱۵۸ زندانیان یې له زندانه خلاص کړي دي.
چارواکي وايي، چې د فلپین سوېلي کیداپاوان ښار په ګوټاپاټو ولسوالۍ په یوه ځنګلي سیمه کې پر یوه زندان تیره شپه د څه باندې سلو وسله والو له خوا برید شوی، چې نژدې دوه ساعته له ساتونکو سره جنګېدلي دي. ددوی په وینا په زندان کې یو نیم زر بندیان وو، چې ۱۵۸ یې په تیښته بریالي شوي دي.
د برید په پایله کې د زندان ساتونکی یو پولیس وژل شوی او څو نور ژوبل شوي، چې کره شمیره یې نه ده په ډاګه شوې.
د زندان مشر بنګاټ ویلي، ښايي دا برید د «مورو» ازادي غوښتونکو اسلامي جنګیالیو کړی وي. خو دغې ډلې تر اوسه ددې برید مسئولیت نه دی منلی.
فلپین کې اکثریت عیسویان میشت دي او مسلمانان لږکي دي، چې دغلته د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي، ویل کیږي چې تر اوسه د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ جګړو کې تر یوسل او شل زره ډېر کسان وژل شوي دي.















