حکمتیار له خپل هغه اساسي شرط هم تېر شوی، چې له وجې یې ځان پټ کړی و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۴ مرغومی ۱۶) احمدالله مهاجر
انجینر ګلبدین حکمتیار له خپل هغه اساسي شرط چې نوموړي پرې ډېر ټینګار کاوو؛ هم تېر شوی دی.
حکمتیار په یوې بیانیه کې ویلي دي، چې نه د تعزیراتو عدم الغاء کوم مهم خنډ ګڼي او نه د چا له تور لست څخه د دوی د غړو د نومونو لرې کولو ته انتظار کوي، یعنې ډېر ژر به اسلام اباد سره خدای پامانۍ او کابل سره به ستړي مشې وکړي.
دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې نوموړي خپله سوله تر یاد شرط پورې مشروطه بللې وه، او ځان یې په خطر کې احساسولو.
اعلامیه کې راغلي دي، حزب یوازې دا غواړي، چې کابل ته د مشر تر راتګ مخکې باید د دوی بندیان ازاد او د مهاجرینو د اسکان لړۍ عملاً پیل شي.
اعلامیه کې راغلي دي، که افغان حکومت د سولې معاهدې ته درناوی او التزام ولري او تطبیق ته یې ژمن وي، نو حکمتیار چمتو دی، چې له ځنډ پرته کابل ته راشي.
اعلامیې د هغو راپورونو په غبرګون کې؛ چې روسیې د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت کړی دی؛ لیکلي دي:
« هغه هېوادونه چي د تعزيراتو او تور ليست د الغاء په اړە ملاحظات او اندېښنې لري؛ هغوى ته وايو: افغانستان يوازي او فقط د افغانانو دئ، او سوله په دوى پوري اړە لري، هيڅ بهرنى هېواد دا حق نه لري چي د افغانانو د خپلمنځي توافق مخالفت وكړي او د سولي په وړاندي خنډونه راولاړ كړي. يوازي هغه څوك به مخالفت كوي چي د افغانستان په اړە بد نيت او بدجنگي عزائم لري. دوى په دې مخالفت سره خپل بد عزائم افشاء كوي».
د یادولو ده، حکمتیار دولت ته د سولې وړاندیز له ګڼو شرطونو سره یوځای وکړ، خو دا دریم ځل دی چې قدم په قدم له خپلو شرطونو څخه تيريږي، مګر د یوې دولتي سرچینې له قوله چې حکمتیار په یوه شرط ډېر ټینګار کوي د خپلو تنظیمي افرادو به وسله وال کول دي او په اختیار کې د سیمو ورکول دي، ددې خبرې ځواب حکمتیار صاحب په خپله له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې کړی ده. نوموړي ویلي وو چې د دولت په خلاف روان مقاومت یوازې دده وسله وال کمزورۍ کولای شي او دوی په کابل کې وزارتونه نه غواړي پر ځای یې باید دده کسانو ته یو شمېر ولایتونه په واک کې ورکړل شي.



