بی بی ګلې (رولاغني) ۱۵۰ میلیونه ډالرخپل زوی ته ورلیږلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۶) عبدالهادي همت

د ملي امنیت شوری مشاور حنیف اتمر د سوداګرانو او سیاسي فعالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اشرف غني یو حریص او قدرت غوښتونکی کس دی.

اتمر وایي”په تیرو دوو کلونو کې  رولا غني  ۱۵۰ ملیونه ډالر په امریکا کې میشتو خپلو اولادونو ته لیږلي دي که امریکایان له دې فساد نه خبر وي نو ولې یې په وړاندې چوپ پاتي دي. “

اتمر زیاتوي چې د رولا غني زوی د نړۍ له مشهورو کمپنیو نه ۴۰ ګران بیه موټر اخیستي دي.

داسې ګران بیه شیان کاروي چې د ټرمپ زامن یې هم نشي استعمالولی.

رولاغنی د لبنان په پایتخت بیروت کې زیږدلې ده د بیروت له امریکایې پوهنتونه یې د ورځ پاڼوپه برخه کې لیسانس اخستی

له  ولس مشراشرف غنی سره يې هغه محال شناخت او نکاح وشوه چې دوی دواړه په همدې پوهنتون کې محصلین و د دوی د ګډ ژوند اوس څلویښت کاله پوره کیږي  د رولاسعاده غنی ورور فواد نومیږي چې د ولسمشر اشرف غني استادو.

د رولاسعاده غني بی بی ګلي یو زوی اویوه لوردي چې اوس هم په امریکاکې اوسیږي

په دا ورستیوکې یو سند د رسنیوله لاري خپورشو د سند له مخي د رولاغني د دفترمصرف په کال کې څلورمیلیونه او۸۳۳ ډالرو ته رسیږي

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button