مدني فعالان د میدان وردګو د والي ګوښه کېدل غواړي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۷) صابر خپلواک
یو شمېر مدني فعالانو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې دیوې خبري غونډې پر مهال د میدان وردګو د والي ګوښه کېدل وغوښتل.
دغومدني فعالانو د میدان وردګو والي اینجینر ځنډي ګل زماني په بې پروایۍ او کمزوري مدېریت تورن کړ.
په آخر کې مدني فعال نصرت رحیمي خبري غونډې ته وویل له حکومته غواړي چې د میدان وردګو والي اینجینر ځنډي ګل زماني د پراخ اداري فساد له امله ګوښه شي.
اوپه ځای يې داسي څوک د میدان وردګ ولایت لپاره والي شي چې قوي مدیریت ولر او په اداري فساد کې ککړ نه وي



