امنیت که قیامت / کندهار

خالد منهاج
په کندهار کې د دوو کلونو را پدې خوا د دولت د خولې څخه د امنیت اوازې دي چې ګواکي په کندهار کې جګړې د پخوا په څېر کمې شوي دي او امنیت دی.
خو عملاً چې موږ ګورو په کندهار کې که څه هم له یوې خوا د پخوا په پرتله نسبي امنیت دی ، خو بل طرف ته دولت پر ولسي کندهاریانو قیامت جوړ کړی دی.
کندهار د افغانستان له ټولو ولایتونو سره توپیر لري ، په کندهار کې د دولت یوه ډله پولیس ولسي وګړي په پټه طریقه اختطاف کوي او بیا یې په شهادت رسوي او یایې تر نامالوم وخته تریتم کوي.
تیره شفه (2017م / جنوري 4) د کندهار د دهخواجې په سیمه کې د ماښام له لمونځ وروسته د حافظ مولوي عبدالحق په نوم یو ملا امام د مسجد د حجرې څخه پورته شو او ورک شو ، له وسلوالو سره دوه پلډر موټر او یو لوکسل ؤ چې تورې څېښې یې وې ، دغه مولوي صاحب په دغه سیمه کې د کاکړانو مسجد جامعې امام ؤ.
له دې پېښې لس ورځې مخکې د کندهار د نهمې ناحیې په سیمه کې یو ملا امام او د هغه دوه طالبان د همدغو وسلوالو له خوا ونیول شول.
له دې پېښې درې ورځې مخکي هم د کندهار د نهمې ناحیې په سیمه کې د پهلوان په نوم یو ریړۍ والا د همدغو وسلوالو له خوا پلډر ته پورته شو او ورک شو.
د دغې پېښې نږدې یوه میاشت مخکې د کندهار د اولې ناحیې په سیمه کې د تاج محمد په نوم یو دکاندار د وسلوالو پلډروالو له خوا ونیول شو او لا تر اوسه ورک دی.
دوه میاشتې مخکې د کندهار ښار د ارګ د سیمې څخه درې دکانداران ورک شول ، د سیمې نورو خلک ولایت ته د مظاهرې په شکل شکایت وکړ ، خو د دوی د شکایت اورېدولو پر ځای د نیول شویو کسانو مړي لس ورځې وروسته په ریګونو کې وموندل شول چې زیات ظلم ورسره شوی ؤ.
دغسې پېښي اوس په کندهار کې رواج دي ، د کندهار په هره سیمه کې ورته پیښې شوي دي. د تیرو دوو کلونو څخه د کندهار د میانکو او ریګونو په سیمو کې سلګونه مړي موندل شوي دي چې ټول د همدې ښار یا صحراؤ اوسېدونکې دي.
کله چې د کندهار خلک خپل غږ پورته کوي او دولت ته شکایت کوي نو سمدلاسه هغه کسان تحدید کیږي او کله کله له پورته پېښو سره مخکیږي.
په کندهار کې خلک د دغسې پېښو له وجي په سخته ویره کې اوسي.



