امريکا: د فلوريډا په هوايي ډګر کې د ډزو له کبله ۵ تنه وژل شوي ۸ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۸) الماس خدرخیل
د امريکايي چارواکو په وينا وسلوال کس د امريکا د فلوريډا ايالت په هوايي ډګر کې ډزې کړي، چې له کبله يې پنځه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د فلوريدا د فورد لوديردېل هاليووډ نړيوال هوايي ډګر «Fort Lauderdale-Hollywood International Airport» چارواکو په ټويټر کې ليکلي چې وسلوالو لومړی د بیکونو په ځای کې ډزې پیل کړې..
د فلوريډا ايالت يوه سناتور بېل نيلسن «Bill Nelson» ويلي، حمله کوونکى ايستبان سانتياګو «Esteban Santiago» نومېږي ، چې وروسته د چارواکو له خوا ونيول شو، د ده په وينا له بريدګر سره پوځي پيژندپاڼه هم موجوده وه.
تر پېښې وروسته ټولې الوتنې لغوه شوي، خو دا لاڅرګنده نه ده، چې نوموړی به د پوځ غړي وي او که نه.
په ځينو نورو ژونديو ويډيويي تصاويرو کې ځينې مسافر د منډو په حال کې ښکاري او خلک ډېر ترهيدلي مالومېږي.
د يادونې ده، چې د ۲۰۱۶ په جون مياشت کې د امريکا فلوريډا ايالت ارلينډو ښار کې د همجنس پرستانو پر نايټ کلب بريد کې لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او له څلوېښتو زيات ټپيان شول.



