چمن: په وسلوال بريد کې سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۴) الماس خدرخیل
د پاکستان په سرحدي ښار چمن کې د نامعلومه وسلوالو په بريد کې يو امنيتي ساتونکی وژل شوی.
د دغه ښار چارواکي وايي، چې په دې بريد کې د يو ملکي کس په ګډون يو بل سرتيری هم ټپي شوی دی.
د چارواکو په وينا، په ځوابي بريد کې يو تن بريدګر په ټپي حالت کې نيول شوی هم دی.
بل پلو په ډېره بګټي کې تېره ورځ وسلوالو بريدګرو د سړک جوړونې د يو شرکت د امنیتي ځواکونو دکارکونکوپه یوه ټیم د درنو وسلو پراخ برید ترسره کړی دی.
پاکستاني چارواکو په بګټي سيمه کې د برید دزیان په اړه له نورو معلوماتو څخه ډډه کړې، خو د ځايي اوسېدونکو په وينا، دې برید کې ځاني اومالي زیان اوښتی دی.
تر دې دمه، د دواړو بريدونو انګېزه نه ده معلومه او نه يې کومې وسلوالې ډلې مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.



