ارشد: د حزب اسلامي غړي د حکومت له کړنو راضي نه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۴) الماس خدرخیل
د حزب اسلامي ګوند او ګډ حکومت تر منځ د سولې تړون له پوره کېدو شاوخوا څلور مياشتې کېږي، خو د دې ګوند غړي د ګډ حکومت نه نارضايت څرګندوي.
د دغه ګوند وياند حشمت الله ارشد ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د تفاهم ليک د عملي کېدو په برخه کې د ګډ حکومت اقدامات خورا پڅ روان دي، آن تر دې چې د حزب زيات شمير مشران يې ناراضه کړي دي.
نوموړی زياتوي: “تر اوسه کوم جدي اجرأت منځته نه دي راغلي، هغه پروګرامونه چې باید شوي وای تر اوسه په خپل حال ډېر کمزوري روان دي، د حکومت لازم نهاقدمات تر اوسه هم مطرح دي او زموږ د حزباسلامي غړي د حکومت له کړنو راضي نهدي.”
هغه همداراز وويل: چې د حزب د بندیانو د خلاصېدو په شمول، د کډوالو د راتګ، د دوی د ادغام، په حکومت کې د حزبیانو د ونډې او د حزب مشر د راتګ په تړاو د حکومت په اقداماتو د حزب د غړو تر منځ اندېښنې راپورته شوي دي.
د سولې د دغه تفاهملیک د تطبیق د ګډې کمېټې مشر اکرم خپلواک وايي، چې د روغې جوړې په ټولو موادو کار روان دی خو د هغوی بشپړ تطبیق وخت ته اړتیا لري.
تېره اوونۍ حزب اسلامي ويلي و، چې حکمتيار خپل وطن ته په تللو کې د چا ويزې او يا اجازې ته اړتيا نه لري، خو که ګډ حکومت يې په ورتللو کې موافقه وکړي.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې حزب اسلامي د خپلو ۵۰۰ بنديانو ليست د خلاصېدو لپاره ګډ حکومت ته په دې خاطر وسپارلو، چې شايد په دوه اوونيو کې دغه شمير بنديان ازاد شي، خو لا هم په دې کار کې ځنډ رامنځته شوی.
د حزب اسلامي او ګډ حکومت تر منځ د شوې هوکړه ليک په يولسمه ماده کې راغلي، چې حکومت به د دغې هوکړې سره سم په تېر کې د سیاسي او نظامي اقداماتو په لړ کې د اسلامي حزب مشر او غړو د قضايي خوندیتوب تضمین کوي.
دغه راز به حکومت د اسلامي حزب هغه زندانیان، چې پر نوملړ یې هوکړه شوې او په جنايي جرمونو کې ښکېل نه دي په ممکنه ژر فرصت کې، چې تر دریو میاشتو ډېر نه وي خوشې کوي.
اوس چې د هوکړه ليک تقريباً څلور مياشتې پوره کېږي، نو د دغه ګوند يو شمير غړي يې په شک کې اچولي.
بل پلو د دغې سولې پروسې یو تن څارونکی وايي، چې د سولې د دغه تفاهملیک د تطبیق برخه کې د حکومت سست اقدامات به سولې ته نورې لېواله ډلې پښه نیولې کړي.


