په مکسیکو را روان توپان ښایي شدید زیانونه له ځان سره ولري

کابل ټکی کام ۰۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د مکسیکو ولسمشر انریک پینا نیتو ویلي دي چې ښايي د پاتریشیا توپان چې وېجاړوونکی باد او باران هم ورسره دی، د ځمکې د ښویېدو لامل وګرځي.
د هوا پېژندنې اداره وايي چې دغه توپان د مکسیکو د شمال او د شمال ختیځ پر لور روان دی.
دوی د دغه توپان اندازه ۵درجې بللې ده چې تر ټولو لویه درجه ده.
د دغې ادارې له وینا چې د دغه توپان تخمیناً چټکتیا په ساعت کې ۲۶۵کیلومتره ده.
د مکسیکو کولیما سیمه کې هم ځمکې ښووېدلي دي، او ګڼ شمېر ونې یې چپې کړي دي، چې اوس حکومت دغه سیمه له خلکو څخه پاکه کړې ده.
حکومت خلکو ته د خوراکي توکیو په رسولو کې چمتووالی ښودلی او خلکو ته یې ویلي دي چې په خوندي ځایونو کې واوسی.