بنګله دېش کې بمي برید لږ تر لږه ۵۱تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام۰۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د بنګله دېش پلازمینه ډاکه کې د شیعه ګانو پر یوه غونډه باندې بمي برید شوی دی چې یو تن یې وژلی دی او لږ تر لږه ۵۰ تنه نور یې ژوبل شوي دي.
د بنګله دېش د شیعه لوړ پوړي مشران وايي، لمړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د عاشوراء پر مراسمو برید کیږي.
پولیسو تر اوسه پورې د پېښې په تړاو درې شکمن کسان نیولي دي.
ځايي خلک وايي چې پېښه هغه وخت را منځته شوه، کله چې شیعه ګان حسینیه دالان زیات کې راټول شوي وو، او وروسته د ښار واټونو ته تلل.
په پېښه کې د ټپیانو شويو ۵۰ تنو شیعه ګانو روغتیا ښه بلل شوې ده.



