ارمان:
د پرونيو بريدونو وير د چا دى؟
کابل ټکی کام:
د ابله ورځینیو بریدونو ویر د چا و صیبه؟؟؟
ویسا:
آيا موږ د خپل برخليك واك لرو؟
کابل ټکی کام:
دا پوښتنه د جان کیری نه وکړه چې خوشحاله دې کړي.
هیواد:
د بهرنيانو پوځي اډې؛ د جګړې د دوام تر ټولو لوى لامل
کابل ټکی کام:
کاش عقل آخر تان در اول ميبود.
اصلاح:
د بغلان وروستۍ پېښه؛ د اسلاميت، افغانيت او انسانيت پر خلاف جنايت او بس.
کابل ټکی کام:
بچ شئ خلکو حکومت بیا په غصه دی!!! دې ته وایې د خولې توپ او د خولې ډزې!!!
انیس:
د اساسي قانون كليزه؛ د اساسي قانون د ماتوونكيو لخوا!
کابل ټکی کام:
هههههه یعنی هغه قانون چې لومړی مرستيال يې په هره ماده عمل کوي .
ډيجيټل ژورنال:
افغان حکومت طالبانو ته د خوندي سیمې پر رامنځته کولو کار کوي.
کابل ټکی کام:
هههههههههه ای کم عقله حکومته! لومړی د ځان د سرپنا غم وکړئ، د ملامحمدعُمر بچي در روان دي.
خان جان الکوزی:
په چابهار بندر کې د جاپان پانګونه به د ټرانزیټي دهلېز د جوړولو لامل شي
کابل ټکی کام:
د الکوزي بخت راویښ شو، او په اوبو کې شمع بله شوه له خیره.
ویسا:
د كندهار والي او د اماراتو سفير په غبرګو چاودنو كې ټپيان شوي
کابل ټکی کام:
جنرال رازقه! قبلې ته مخ کړه او رښتیا ووایه چې ایران څومره تومان درکړي وو.
۸صبح:
دو انفجار پیهم در کابل ۳۰ کشته و ۸۰ تن زخمی بر جا گذاشت
کابل ټکی کام:
حکومت میگه طالبها در زمستان حملات ایشان را انجام داده نمی توانند!!! دیدي حکومت جان قند! که میتوانند یا نی؟؟؟
هیواد:
حامد کرزي د کابل او هلمند پروني بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي
کابل ټکی کام:
آیا پوهیږئ چې د کندهار برید یې ولې نه دی غندلی؟ ځکه چی ایران اوس هم ډکې ډکې چانټې تومان وراستوي.
ویسا:
د سولې اغزنه او ټكنۍ لار
کابل ټکی کام:
اغزنه که له شاتو ډکه؟ نه ګورې چې حزبیان اوس غوړ غوړ ښکاري او څټونه یې وکړل، خو دومره ویره ورسره اوس هم شته چې هسی نه چې حکومت لالا ورته د شاتو مینځ کې زهر نه وي لړلي؟! نو ځکه سوله ټکنۍ ده.
اصلاح:
د تروريزم پر خلاف د اسلامي هېوادو د ائتلاف تر شا
کابل ټکی کام:
معلومه خبره ده چې باداره امریکا. امریکا تل د اسلامي هیواد پر اوږه ټوپک ږدي او بیا مسلمانان پرې ولي.
۸صبح:
موقف مزدورانۀ دولت در برابر جوانان
کابل ټکی کام:
مثل عین موقف خپُ چُپَانه یې دولت در برابر قضیه تجاوز جنسی جنرال ریش سفید بر والی اسبق ریش سفید.
ارمان ملی:
د اساسي قانون « كليزه » كه «تلين»؟
کابل ټکی کام:
له دواړو نه ورته ښه داده چې: د اساسي قانون مټیزه.
سرنوشت:
افغانستان قربانی جنگ نیابتی جدید منطقوی
کابل ټکی کام:
بخاطریکه ع و غ مزدوران جنگ نیابتي هستند.


















