داعش ته لېږدونکي درې په وسلو بار موټر طالبانو نیولي دي
کابل ټکی کام۰۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ ولسوال محمد وزیر جوادي رسنیو ته خبر ورکړی چې طالب جنګیالیو داعش ته لېږدونکې درې په وسلو بار موټر چې د غزني ولایت د ناوې څخه د زابل ارغنداب ته پر لاره وو، نیولي دي.
جوادي وایي چې دواړې ډلو له یو بل سره هم جنګېدلي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه پوره مالومات نشته.
د جوادي په وینا چې اوسمهال د شاه جوی ولسوالۍ پنځوس تنه قومي مشران او دیني عالمان د دواړو ډلو تر منځ منځګړیتوب کوي.



