د سعودي په شاهي کورنۍ کې د واک پر سر سیالیو یو ځل بیا زور اخېستی

کابل ټکی کام۰۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د سعودي عربستان شاهي کورنۍ کې د دولسو مهمو او کلیدي غړو څخه ۸ تنو د سعودي عربستان د پاچا د لرې کېدو او پر ځای یې د کشر ورور احمد بن سلمان د کېناستو غوښتنه کړې ده.
احمد بن سلمان چې اوسمهال د کورنیو چارو وزیر، او دا مهال یې عمر ۷۳کاله دی.
د یادو ۸تنو څخه یو تن چې له نوم اخېستو څخه یې ډډه کړې ده انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي دي،«مونږ ۸ کسان د پاچا سلمان د ګوښه کېدو غوښتنه کوو، ځکه چې هغه ناروغ دی، د ورځپاڼې په قول د سعودي علماء هم د دې غوښتنې پلوي دي، دوی وايي چې د پاچا سلمان لرې کول یوه نوې خبره نده، له دې څخه مخکې هم په ۱۹۶۴ز کې پاچا سعود د ورته ناروغۍ له کبله له واک څخه خپله ګوښه شوی وو.
د یادونې وړ ده چې له کومې ورځې سلمان د سعودي عربستان د واک چارې په لاس کې اخېستي دي، په شاهي کورني کې شخړو او سیالیو زور نیولی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button