يوه پاکستانۍ ښځه د خپلې لور د ژوندي سوځولو په تور په اعدام محکومه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) الماس خدرخیل

د پاکستان په دويم ستر ښار لاهور کې يوې محکمې يوې پاکستانۍ ښځې ته په دې خاطر د اعدام سزا اورولې چې خپله لور يې ژوندۍ سوځولې وه.

يادې ښځې په محکمه کې په دې اعتراف کړی چې خپله لور يې ژوندۍ په دې خاطر وسوزوله چې په خپل سر يې له يوه هلک سره واده کړی و.

د پاکستان پوليس وايي، دغه انجلۍ له کوره تښتېدلې وه او د خوښې واده يې کړى و چې د هغې دغه ګام د هغې د کورنۍ د غړېو غوسه راپارولې وه.

د مالوماتو په اساس يواځې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې دا ډول ۱۱۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button