کندهار: سيمه ييز قومندان “نيازو” يو زده کوونکی شهيد کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) الماس خدرخیل
د کندهار ولايت يوې سيمه ييزې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د دغه ولايت په نيش ولسوالۍ کې يو تن سيمه ييز قومندان نيازو د مدرسې زده کوونکی لومړی په ډېره بې رحمۍ وهلی او وروسته يې شهيد کړی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې نيازو اوملګري يې لومړی د ولسوالۍ په مرکز کې يوې مدرسې ته ورغلو او د ملا مطيع الله په نوم چې د ګل اکا زوی دی زده کوونکي په وهلو سره ملا ملاته کړه او وروسته يې شهيد کړ.
د سيمې خلک وايي، چې نوموړی قومندان په سيمه کې په نورو جرمونو هم ککړ دی.
د يادونې ده، چې د نيازو په يوه پوسته وسلوالو طالبانو څه موده وړاندې بريد وکړاو پکې يې يو شمير سرتيري ووژل شول.
بايد وويل شي، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ځینو قومندانانو او وسله والو کسانو له لوري وخت په وخت ولسي وګړي په نښه کيږي، چې هر ځل يې چارواکو د قاتلينو د نيولو او د سزا د ورکولو خبره کړې ده خو تراوسه په هېواد کې هيڅ يو قاتل نه دی محاکمه شوی چې له امله يې د بې ګناه قتلونو او د خپلسرو وسله والو ډلو ظلمونه ورځ تربلې په زېاتېدو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې په غزني ولايت کې اربکيانو يو تن ولسي وګړی له وهلو ټکولو او لاسونو پرېکولو وروسته په بې رحمۍ وژلی و.



