امين کريم: په نږدې راتلونکې کې به د حزب اسلامي ګوند ۱۰۰ بنديان خوشې شي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) الماس خدرخیل
د حزب اسلامي ګوند چارواکي وايي، چې ډېر ژر به د دغه ګوند ۱۰۰ تنه بنديان د افغان حکومت له بنده راخلاص شي.
د دغه ګوند د سولې پلاوي مشر انجينير امين کريم رسنيو ته ويلي، چې دوی د خپلو ۲۰۰۰ زندانيانو يو ليست تيار کړی و، چې تر چاڼ او مشورو وروسته يې ترې د ۴۸۸ بنديانو نوملړ افغان حکومت ته وسپارلو.
نوموړی زياتوي، چې د يادو کسانو له ليسته به سل تنه بنديان په نږدې راتلونکې کې راخوشې شي.
کريم چې د هوکړه ليک د عملي کولو د برخې غړی دی وايي، چې د ياد هوکړه ليک پر عملي کولو کار روان دی او دواړه اړخونه یې عملي کولو ته ژمن دي، هغه زیاته کړې چې د بندیزونو د لرې کولو لیست په نیویارک کې امنیت شورا ته سپارل شوی او کار ورباندې روان دی.
بايد وویل شي، چې حکومت څه موده مخکې ويلي و چې دوی به اول د دغه ګوند د بنديانو نوملړ چې دوی ته ورکول شوی څيړي او بیا به خوشې کيږي.
افغان دولت ويلي : “موږ نه پرېږدو چې د بنديانو په منځ کې په جنايي جرمونو تورن او يا هم قاچاق وړونکي دي هم خوشې شي، موږ به په دې برخه کې له قانون سره سم عمل کوو.”
تر دې مخکې هم د حزب اسلامي بنديانو د ازادولو راپورونه خپاره شوي، خو بيا يې د خوشې کېدلو کوم څرک نه دی معلوم شوی.



