کابل پوليس: شلو ورځو کې په کابل ښار کې۲۸۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تورنیول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) عبدالهادي همت
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي، چې په تېرو شلو ورځو کې په کابل ښار کې۲۸۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور د پوليسو له لوري نیول شوي دي.
رحيمي نن ازادۍ راډيو ته په خپلو څرګندونو کې وويل، چې په نيول شويو کسانو کې ۲۱ تنه د قتل، ۷۶ تنه د غلاوو او پاتې نور په قاچاق او بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي دي.
رحیمي زیاتوي، چې د دوی پوليسو او امنيتي ارګانونو، په تیرو لسو میاشتو کې ۲۸۹۷ کسان چې په مختلفو جرمونو تورن و نیولي دي.
د کابل امنيه قومندان په دې خبري ناسته کې همداراز وويل، چې په دې کسانو کې ۱۰ د ځمکو غاصبین هم د کابل د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د هغه په وينا له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.
په دې وروستیو کې دکابل ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې له وسله والو غلو، قتلونو او اختطافونوڅخه شکایتونه کوي او زياتوي چې له دې قسم خلکو څخه په تنګ راغلي او د دوی ژوند يې له مشکلاتو سره مخ کړی دی.



