له فراه ولایت څخه ایټالوي ځواکونه بېرته وتلي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) صابر خپلواک
د فراه والي اصف ننگ وايي، هغه دوه سوه ايټالوي عسکر بيرته له فراه وتلي دي، چې یوه اوونۍ وړاندې دغه ولايت ته راغلي وو.
اصف ننگ ویلي، ايټالوي ځواکونه د يوې اوونۍ لپاره فراه ته راغلي وو، او موخه يې افغان ځواکونو ته مشوره ورکول او د هغوی ملاتړ و چې اوس بيرته تللي دي.
نوموړي ویلي، ايټالوي ځواکونه په هوايي برخه کې له افغان ځواکونو سره اوس هم مرسته کوي او که دوی ترې وغواړي دغه ځواکونه به بيا هم فراه ته ورشي.
ننګ همدا راز زياته کړې، چې په فراه کې شته امنيتي ګواښونو ته په کتو دوه سوه ايټالوي ځواکونه فراه ته ورغلي وو.
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت مطبوعاتي دفتر هم وايي چې ايټالوي ځواکونو په فراه کې يوه اوونۍ د مشورې ماموريت تر سره کړ، او بېرته هرات ته ستانه شول.
د يادونې ده چې یوه اونۍ وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې دغه ايټالوي ځواکونه به په همدې ولايت کې د اوږدې مودې لپاره ميشت کيږي.
د افغانستان دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش بيا ویلي، بهرني ځواکونه له دوي سره په همغږۍ سيمې ټاکي او هلته په موقتي يا دايمي ډول د امنيتي تړونونو له مخې ميشت کيږي.
امريکا هم اعلان کړی، چې هلمند ته به هم تازه درې سوه سمندري عسکر واستوي.



