چارواکو بدخشان کې د لرغونو سيمو لسګونه جريبه ځمکه غصب کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸ ) الماس خدرخیل
د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې د دې ولايت د تاريخي او لرغونو اثارو لسګونه جريبه ځمکه اشخاصو او دولتي ارګانونو غصب کړې ده.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ امر سيد حسين صهيب پژواک ته ويلي چې ((تر اوسه يوازې په دې توانېدلي يو چې د فيض اباد ښار په ٤مه ناحيه کې د ميرياربيک د مزار او احاطې يو نيم جريب ځمکه د محکمې له لارې له غاصب نه بېرته واخلو او د ياد شوي مزار برخه يې وګرځوو. ))
هغه همداراز وويل چې د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ٢٢ تاريخي ابدې تثبيت او ثبت شوي، هغه زياتوي چې پخوا د تاريخي مقبرو په ګډون په ولسواليو کې اکثره تاريخي سيمې د شپې له لوري کېندل کېدې، خو تر اوسه نه پوهېږي چې کوم اثار په کې پيدا شوي او قاچاق شوي دي.
نوموړي وويل:((د لرغونو اثارو په قاچاق او کيندنه کې زور واکي ښکېل دي، اوسمهال ځينې لرغونې سيمې لکه خندان شهر او شهر صفا په درايم ولسوالى کې تثبيت شوې، خو له بده مرغه چې ددې لرغوني ښار ډېرې برخې کيندل شوې دي))
صهيب د غصب شوو ځمکو کره اندازه نه درلوده او د دولتي ځمکو په غصب کې د ښکېلوکسانو يادونه يې ونه کړه.
صهيب وايي، چې اوس موږ جرئت نه کوو چې لرغونې سيمې وپېژنو او بيا يې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ور معرفي کړو، ځکه چې له تثبيت سره سم به ځايي خلک او زور واکي په کې کيندنې پيل کړي او ټول اثار به له منځه يوسي، له بلې خوا زموږ کارکوونکي د امنيت نشتوالي، د بوديجې او سفر د تخنيکي وسايلو د کمښت په سبب نه شي کولى چې لرغونې سيمې وګوري.
بدخشان د هېواد په شمال ختيح زون کې پروت غرنى او زرغون ولايت دى چې له تاجکستان، پاکستان او چين سره پوله لري، په دې ولايت کې ګڼې طبيعي زېرمې لکه لعل او لاجورد، تاريخي ابدات او نور شتون لري چې د ولايت پر لرغونتيا دلالت کوي.



