ترکيه: په کلب کې د ۳۹ کسانو وژونکی پوليسو نيولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۸) الماس خدرخېل
د ترکيې چارواکي وايي، چې د نوي کال په شپه په نايټ کلب بريد کوونکی د ازبکستان تبع او په افغانستان کې يې پوځي روزنه ترلاسه کړې ده.
د استانبول والي واصف شاهین تیره شپه رسنيو ته ويلي، چې د ۲۰۱۷ کال د جنوري په لومړۍ نیټه د عبدالقدیر مشاریپوف په نامه د ازبکستان وګړي په دغه ښار کې په يوه نايټ کلب وسلوال بريد وکړ، چې په برید کې د بېلابېلو هېوادونو ۳۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.
والي زياته کړه، چې د نوموړي د نيولو لپاره يې ۲۰۰۰ تنه پوليس په دندو ګمارلي و، چې تېره شپه د استانبول د ایسن یورت په سیمه کې په یو کور کې د ۴ تنو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ونیول شو.
نوموړي وويل، چې بريد کوونکي پوځي روزنه په افغانستان کې کړې او په څلور ژبو خبرې کولی شي.
د والي په وينا بريد کوونکی عبدالقدير مشاريپوف نوميږي چې مشهور په ابو محمد الخراساني دی او د داعش ډلې سره تړاو لري.
شاهين وايي، چې په کلب د بريد کونکي د نيولو په خاطر يې د ۷۲۰۰ ساعته امنتي کيمرو فلمونه څېړل شوي او ۱۵۲ شکمنو ځايونو باندې د پوليسو له لوري چاپې وهل شوي دي.
بريد کوونکي د خپل جرم په اعتراف کولو سربيره د ګوتو له نښانو هم پيژندل شوی دی.



