د زمانې د خلګو خیانتونه ..!

څومره د پند څخه ډکه قیصه ده ویې لولئ !!

رالیږونکی : احمد جنید مبارز
يوه ړانده سړي د خپلي ګراني او مهرباني ښځي او د خپل صالح او امرمنونکي زوی سره نېکمرغه او خوشحاله ژوند کاوه خو یوازنی شی چي دده دغه نېکمرغه ژوند یې ور تریخ کړي وو هغه ، هغه تاریکه وه چي ده ژوند پکښي کاوه او په سترګو یې شی نه لیدي نو د ده په ژوند کي یوازنۍ غوښتنه او ارزو دا وه چي سترګي یې لیدنه وکړي او دی خپله مخلصه ښځه او خپله نېکمرغي په سترګو وویني څو دغه ښار ته چي دغه ړانده ژوند پکښي کاوه یو پوه او هوښیار طبیب راغلي، دغه ړوند هغه طبیب ته ورغلي او داسي دوا ځني غواړي چي دده سترګي لیدنه په وکړي، طبیب هم د سترګو دوا ورکړه او دی یې امر کړئ چي دغه دوا به په انتظام سره استعمالوي او ویل ښایي ددغه علاج په استعمالولو سره ستا سترګي ناڅاپه روښنایي وویني او ته به هر شی وینې، ړانده هم دغه دوا پرله پسې استعمالول، که څه هم د هغو کسانو چي دده پر شاوخوا یې ژوند کاوه دا زړه ته نه لوېدل چي دده سترګي دي جوړي سي خو ددوا تر استعمالولو څو ورځي وروسته په داسي حال کي چي دغه ړوند دخپل کور په باغچه کي یوازي ناست وو، ناڅاپه یې سترګي لیدونکي سوې او پر خپله شاوخوا یې هرڅه ولیدل، ړانده دننه کورته وروځغستل چي هغه خپله ګرانه ښځه خبره کړي او دا زیرۍ پر وکړي چي زما سترګي جوړي سوې خو له بده مرغه هلته یې یوه ډېره عجبه ولیدل خپله ښځه یې ولیدل چي دده په خونه کي دده پر فلنګ دده د یوه اشنایه سره په خیانت کولو اخته ده .!
دغه څه چي دی یې ویني یا یې ولیدل زړه ته یې نه لویږي په ځان نه پوهېږي چي چیري ولاړ سي خو له ډیري حیرانتیا د کور یوې بلي خوني ته ورغلي هلته یې ولیدل چي دده زوی دده د پیسو خزانه خلاصه کړې ده او د پیسو په غلا کولو مشغوله دي .!
ړوند بیرته باغچې ته راووتي او په لوړ اواز نارې وهي چي دغه سړی طبیب نه وو بلکه یو ملعون ساحر او جادوګر وو،! مېخ یې واخیستي او خپلي سترګي یې وچاودلې او دده په خیال بیرته یې د هغي نېکمرغۍ ژوند شروع کړي چي ده عادت ورسره نیولي وو ..!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button