( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۹) صابر خپلواک
د حزب اسلامي ګوند ويلي چې د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار به په نږدې وخت کې په کابل کې راڅرګند شي. د افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د خبرو کولو د پلاوي مشر محمد امين کريم ويلي دوی به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي، هغه زياته کړې چې دوی د خپل ګوند په مشر د لګول شوي بنديز اړوند اندېښنه نه لري.
د طلوع نيوز د راپور پر بنسټ، دغه ګوند ويلي د دوی په مشر باندې د لګول شوي بنديز د لرې کولو هڅې روانې دي.
څو مياشتې وړاندې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسليک شو. د تړون په بنسټي شرطونو کې يو يې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار نوم له تور لېست نه لرې کول منل شوي و.
وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي و چې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې فرانسه او روسيه له تور لېست نه د حکمتيار د نوم د لرې کولو سره مخالفت کوي؛ خو د افغان دولت له لوري اکرم خپلواک دغه خبرې رد کړې وې، هغه ويلي و، چې دغو دواړو هېوادونو يوازې اندېښنې درلودې چې د فرانسې اندېښنې د ولسمشر د ليک له ترلاسه کولو وروسته لرې کړل شوي او د روسيې اندېښنې به هم لرې کړل شي.
ويل کېږي تر اوسه د حکومت او اسلامي ګوند تر منځ د شوي تړون د مادو په پلي کولو کې ستونزې شته چې هوارول به يې وخت ونيسي.
د ګلبدين حکمتيار نوم تر اوسه د امنيت شورا په تور لېست کې دی. د دغه ګوند ځينو غړو او خپله حکمتيار ويلي، و چې د تور لېست پروا نه کوي او نه کابل ته د راتګ له پاره له کوم هېواد نه ويزې اخيستلو ته اړتيا لري.


















