د كابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې قومندان د رشوت اخيستلو په تور ونیول شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) عبدالهادي همت
نن ماښام د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې قومندان حسین داد د كورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو د پولیسو لخوا د رشوت اخیستلو په تور ونيول شو.
حسين داد د ۵۰۰۰۰ افغانيو رشوت اخيستلو په تور نن ماښام نيول شوى دى.
ویل کیږي چې د یاد قومندان د نیولو پر مهال په نښته کې د جنایي جرمونو د پولیسو دوه تنه پرسونل هم ټپیان شوي دي.
څه موده وړاندې د کورنیو چارو د وزارت یو پخوانی چارواکی عبدالواسع رؤفي د ۱۵۰ زره ډالرو رشوت اخیستلو په تور محاکمه، او په ۱۴ کاله بند محکوم شو.



