لیکنه: عطاءالله مبارز
له ډیر وخت څخه دا ګنګوسې اوریدل کیدې چې د نړۍ د نورو کفارو ترڅنګ اسرائیل هم د افغانستان په روانه کشاله کې په یو نه یو ډول ښکیل دي.
ماته ځینو هغو ملګرو چې د امریکایانو له شپنیو چاپو سره مخ شوي و کلونه مخکې ویلي و چې امریکایانو سره په چاپو کې یهود هم ملګرتیا کوي، دوي د اسرائیلي یهودو د پیژندولو نښه د هغوي ږیرې اوپه دریشیانو داسرائیلو بیرغ یادول.
له ګونتنامو او باګرام څخه راخلاصو شویو ځینو بندیانو راته وویل چې موږ سره ډیر ځله د تحقیق په مهال اسرائیل مخ شوي؛ چې د ډیر تشدد په حال کې به یې راڅخه پوښتني او ګرویږني کولې، نوموږ ته اندازه وشوه چې دا به یهودیان وي.
تیره ورځ نړیوالو رسنیو وویل چې اسرائیلي څارګرې الوتکې به تر ۲۰۱۸م کاله پورې په افغانستان کې پاتي کیږي تر څو په افغانستان کې د امریکایي او د ګډ حکومت د عسکرو سره د افغان مقاومت په ځپلو کې مرسته وکړي، حال دا چې د کابل حکومت په ښکاره د اسرائیلي دولت سره اړیکې نلري خو د نړیوالو رسنیو وروستي راپور داخبره په اثبات ورسوله چې اسرایل د کابل د ادارې سره د امریکا په وساطت اړیکي لري.
هغه اسرایل چې له ۱۹۴۷م کال راهیسې یې په زرګونه فلسطینیان شهیدان کړي، معیبوب کړي، بندیان کړي، ښارونه یې ور څخه په زور نیولي او د مسلمانانو لومړنۍ قبله بیت المقدس یې اشغال کړې د افغان تش په نوم دولت مشران اوهغه جهادي مشران چې ددیموکراسۍ په دړدنګ ورګډ شوي، باید شرم احساس کړي چې د دوي د لاسه د نورو کفارو ترڅنګ داسلامي امت ازلي دښمنان یهود هم په افغانستان کې په مسلمان وژنه اخته دي.
باید بیا هم ووایم چې طالبان د اسلامي امت محسنان دي، امت یې باید دقربانیو درناوی وکړي؛ که الله ج مه کړه طالب نه وای نن به د کابل د بې ننګه چارواکو د لاسه افغان ملت په کوم بدحال کې ژوند کولو، نن به مو په هیواد کې په لکونو بهرني عسکر موجود وای، څوک چې وایي هغه په لکونه امریکایې اوناټو عسکرچي له هیواد څخه ووتل دا د امریکا د تلونکي ولسمشر بارک اوباما د پالیسۍ د بدلون نتیجه وه په غلطه دي؛ امریکا اومتحدینو یې په ایماني وسله د سنبالو غریبو طالبانو په لاسونو ماته خوړلې، او ژر ده چې د یهودو په شمول پاتې خارجي اشغالګر به هم د ایمان زور ته په ګونډو شي. ان شاءالله
داسلامي، خپلواک اوسولییز افغانستان په هیله!

















