کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۱) صابر خپلواک
د هرات د مرکزي زندان رئیس عبدالله عزیزي وویل، چې د ولسمشرد فرمان له مخې د دغه ۸۸ بندیانو د خوشي کیدو ترڅنګ د ۷۰ بندیانو د بند په موده کې تخفیف هم راغلی، په دغه بندیانو کې چې ۸۳ یې نارینه ۳ میرمنې او دوه ماشومان شامل دي، تیره ورځ د ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ چې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه والسلام د میلاد شریف په مناسبت یې صادر کړی وو، را خوشي شوي.
د هرات د استناف څارانوالی رئیس عبدالحق احمدي وایي، چې د دغه بندیانو دوسیې یې په جدي توګه څیړلي او د ولسمشر د توشیح وروسته خوشي شوي.
دهرات د زندان د مسؤلینو په وینا د هرات ولایت په زندان کې د ۱۷۵ ښځو په ګډون ۲۶۰۰ کسان بندیان دي، چې له دې ډلې تر اوسه ۴۶۷ تنه خوشي شوي دي ، او د پاتې ۹۰۰بندیانو د بند په موده کې تخفیف راغلی دی.

















