شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ایا ټرمپ به د افغانستان سره تاریخي اړیکې وساتي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 20, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
97
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

په ۱۹۶۳ میلادي کال د مارچ په ۳۰مه چې ډاکټر محمد یوسف صدراعظم شو، په لومړي ځل تر ټولو هېوادونو لومړی ورته د امریکا جمهور رئیس جان ایف کینډي مبارکي راولېږله، هغه مهال د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال نور احمد اعتمادي د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په ښه والي کې اهم رول ترسره کړی وو، امریکا هم غوښتل د سیمې د سیاست سره سم افغانستان سره ښې اړیکې ولري او افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سره د دوستۍ غښتلتیا ته پرېنږدي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

په ۱۹ سوه پنځه او شپږمه لسیزه کې د افغانستان پر سر د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ سیاسي او فرهنګي سیالي روانه وه.

په ۱۹۶۳ میلادي کال د اپریل په ۳۰مه چې د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د فرهنګي همکاریو موافقه په کابل کې لاسلیک شوه، د سیمې د هېوادونو ترمنځ هم د افغانستان سره د نږدېوالي اراده وکړه، چې د هغه وخت د هند جمهور رئیس دادکرشنان د فرهنګي همکاریو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د افغانستان په اړه سیالي په ۱۹۶۳ میلادي کال د جون میاشتې په ۱۶مه، وروسته له هغې چې د شوروي اتحاد د عالي شورا رئیس لیوند برژنف کابل ته د راتلو اعلان وکړ؛ زیاته شوه.

امریکا د افغانستان سره په ۱۹۶۳ میلادي کال د جولای میاشتې په ۱۶مه د ۴۷۰۰۰ زرو ټنو غنمو د ورکړې موافقه وکړه.

امریکا غوښتل چې په ۱۹۵۳ کې د افغانستان سره د وسلو د کړي قرارداد د انکار اِزاله وکړي او ټول زړه بداوي له منځه یوسي، ځکه خو یې د ۱۹۶۳ میلادي کال د سپټمبر په دویمه د افغانستان وفات پادشاه محمد ظاهر شاه ملکې او لوړپوړي دولتي پلاوي ته د امریکا بلنه ورکړه، له یادې نېټې دوه ورځې وروسته د ظاهر شاه د دولت لوړپوړي چارواکي د صدارت عظمی مرستیال عبدالله ملکیار د اطلاعات او کلتور مشاور استاد خلیل الله خلیلي، د عظمی صدارت د تشریفاتو رئیس محمد امین اعتمادي په امریکا کې د لوړپوړو چارواکو سره د ښو اړیکو ساتلو ژمنې وکړې، خو امریکايي چارواکو د پخواني شوروي اتحاد عالي شورا د غړي اربانوف له سیاسته چې د افغانستان په اړه یې خپل کړی وو، وېره درلوده.

د امریکا جمهور رئیس جان ایف کینډي په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر ډاکټر عبدالمجید سره په پرلپسې مېلمستیاوو کې اړیکې زیاتې ښې کړې.

روسانو د امریکا پر خلاف افغانستان ته ځان نږدې کاوو، خو په ۱۹۶۴ میلادي کال د جنورې په ۳مه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مکنامار په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، که روسان افغانستان سره اړیکې هر څو ښې کړي، بیا به هم افغانستان زمونږ په واک کې وي.

د افغانستان پخواني بادشاه په ۴۰ کالو حکومت کې د روسانو او امریکا دواړو سره اړیکې ساتلې، خو د امریکا پخواني جمهور رئیس هري آس ترومن د پالیسۍ له امله د افغانستان سره اړیکې یو څه خړې شوې، چې روسانو د همدې خړو اړیکو څخه ګټه پورته کړه او افغان چارواکي یې خپل لور ته نږدې کړل.

که څه هم د افغانستان سره د امریکا د جمهور رئیسانو روزل، لیندن جانسن اړیکې ښې شوې، جیمي کارټر، رونالد ریګن، جورج بوش، بل کلنټن او اوباما د افغانستان سره د (C.I.A) پالیسي روانه وساتله، اوس به څرګنده شي، چې د امریکا نوی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به د افغانستان سره تاریخي اړیکې وساتي او که د لاسه به یې ورکړي؟

مخکینې مطلب

روانه جګړه صلیبي نده؟!

بل مطلب

د هرات له زندانه ۸۸ بندیان خوشي شول

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com