(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومي سلواغه۱) صابرخپلواک
اسماعیل قاسمیار د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسؤل چې د سولې ، رسنیو او ښې حکومتوالی د تخصصي انستیتیوت په لومړۍ ناسته کې وینا کوله وویل:
نړۍ نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي ، د رسنیوله راپور سره سم اسماعیل قاسمیار وویل د امنیت او سولې فضا په افغانستان کې له سړوالي سره مخ شوې چې پراخه بعدونه لري دروسیې پاکستان او چین غونډې په مسکو کې وضعیت لا پیچلی کړی .
روسیې چین او پاکستان د تیر میلادي کال د دسمبرمیاشتې د غونډې په اوږدو کې وویل :
چې د داعش ډلې نفوذ په افغانستان کې نور هم په زیاتیدو دی او همدارنګه امنیتی حالت په نوموړي هیواد کې په خرابیدودی.
د روسیې چین او پاکستان نمایندګانو د درې اړخیزي غونډې پرمهال اعلان وکړ چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره باید له تور لست څخه یوشمیر طالبان وایستل شي.
د قاسمیار په وینا د ناټو غړي هیوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او یا هم نه دي توانیدلي چې په ټول افغانستان کې سوله راولي ،قاسمیار وویل تر کاسه لاندې نیم کاسه ده ،هغه زیاته کړه د افغانستان په سوله کې دخیل هیوادونه خپلې ګټې لټوي او یوه لویه لوبه یې په افغانستان کې په لار اچولې ده چې د دې لوبې اصلي قربانیان زموږ مظلوم وګړي دي.
د قاسمیار په وینا د طالبانو ډله له سل نفري څخه نن ورځ د زرګونو نفرو په ډله بدله شوې ده.
هغه په دولت له نیوکې سره وایي : دولت د خلکو اولیه حق چې د سولې په فضاکې ژوند کول دي هم برابر نه کړ.
په همدې حال کې سیده مژګان مصطفوي د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستیالې وویل چې سوله د افغانستان دخلکو سخته اړتیا ده رسنی کولای شي په دې اړوند مهم رول ولوبوي.
هغې له رسنیو وغوښتل چې ګیردي میزته داسې شنونکي راو بولي چې ملی روحیه ولري.
له بل اړخه د سولې د انستیتیوت د کړنلارو ،رسنیو او ښې حکومتولۍ د برخې مسؤل حمید اکبر وویل :چې د حکومت او رسنیو تر منځ اړیکه کمزورې او ناروغه ده .
هغه زیاته کړه چې همدې ناروغه اړیکې د سولې پروسه لا نوره هم ګډه وډه کړه ،ښاغلي حمیدي د ښې حکومتولۍ په نیوکي سره وویل چې ښه حکومت ولي یوازې دکاعذ پرمخ پاتې ده

















